د راپورونو له مخې خلیلزاد د سولې په برخه کې د قطر د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي سره کتلي دي او د افغان سولې پر مسئله یې خبرې ورسره کړې دي. ددې خبرو نور جزیات نه دي خپاره شوي خو له خلیلزاد سره تر لیدنې وروسته قطري چارواکو له طالب پلاوي سره کتلي دي. د قطر د بهرنیو چارو وزارت منلې چې په دې دواړو لیدنو کې د افغان سولې پر مسئله خبرې شوې دي، خو دا چې خلیلزاد تر دې دمه ولې په مستقیمه توګه له طالبانو سره نه دي کتلي په اړه یې جزیات نه دي خپاره شوي. خلیلزاد د روانې اونۍ په پيل کې سیمې او افغانستان ته د سولې په تړاو سفرونه پيل کړې دي او وایي چې د تاوتریخوالي کمول یې د سفرونو مهمه موخه ده.
































