په سعودي عربستان کې د افغان سولې په اړه د اسلامي علماوو کنفرانس جوړ شوی دی. په دې کنفرانس کې د افغانستان او پاکستان دیني علماوو ګډون کړی دی، همدا راز د سعودي عربستان چارواکي، دیني علما او د اسلامي همکاریو د نړیوال سازمان غړي هم ددې کنفرانس ګډونوال دي. دوی په یوه خوله په افغانستان کې د روانې جګړې د ختمېدو غوښتونکي دي او له ښکېلو لورو غواړي چې د سولې لپاره رامنځ ته شوی فرصت ضایع نه کړي. په دې کنفرانس کې تر دې دمه د پاکستان او افغانستان سفیرانو ویناوې کړې دي. په سعودي عربستان کې د پاکستان سفیر وویل چې دوی د سولې غوښتونکي دي او تمه لري چې د افغان سولې روانه پروسه یوې پایلې ته ورسېږي. پاکستاني سفیر دغه راز ټینګار کړی چې دوی د سولې ملاتړي دي او تل یې په دې برخه کې همکاري کړې ده. هغه زیاته کړې چې پاکستان تل طالبان د سولې خبرو ته هڅولي دي او ددې غوښتونکي دي چې ګاونډی افغانستان یې له سولې برخمن شي، ځکه ددغه هېواد سوله د ټولې سیمې سولې او ثبات ته مهمه ده.
































