وسله والو کسانو د خیبرپښتونخوا په مردان سیمه کې دوه پاکستاني پولیس په ډزو وژلي دي. فرانس پرس خبري اژانس د مردان د پولیسو د مشر له قوله ویلي چې وسله والو دا دوه پولیس تېره ورځ د مردان په جنوبي سیمه کې په داسې حال کې په نښه کړي دي چې د ګوزڼ ضد واکسین کوونکو یوه ښځینه ډله یې بدرګه کوله. نوموړي ویلي چې پولیس ځای پر ځای وژل شوي او پر موټر سایکل سپرو وسله والو له سیمې څخه پښې سپکې کړې دي. تر اوسه د پېښې پړه هیڅ کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.
































