په سعودي کې د اسلامي همکارۍ سازمان په ګډون د افغان او پاکستاني دیني عالمانو کنفرانس روان دی. د اسلامي همکاریو په چارو کې د پاکستان وزیر نورالحق قادري ویلي چې دوی نن پر یوې ډېرې مهمې موضوع د خبرو اترو لپاره سره راټول شوي دي. هغه زیاته کړې، سعودي تل د اسلامي امت د اتفاق سبب کرځیدلی، اسلام هر وخت په سوله او امن ټینګار کړی دی. نوموړي زیاته کړې چې اسلام د امن او سولې دین دی او هیڅکله یو مسلمان بل هغه ته ضرر او درد نه رسوي. په ورته وخت کې د اسلامي همکاریو په سازمان کې د پاکستان استازی رضوان سعيد شيخ هم افغان سوله د ټولې سیمې په ګټه بللې او ټینګار یې کړی دی چې افغانان باید په خپلو کې سره جوړ شي او سوله وکړي.
































