د افغانستان، پاکستان او سعودي عربستان علماوو په یوه غونډه کې، افغانستان کې د جګړې او وینې توېیدنې درولو غوښتنه وکړه.
د دغو درېو هېوادونو علماوو، افغانستان کې د جګړې له ښکېلو لورو وغوښتل، چې د سولې او پخلاینې له لارې دې خپل اختلافونه ختم کړي. دا یوه ورځنۍ غونډه د سعودي عرب په کوربتوب جوړه شوي وه. دې غونډې ته د پاکستان استازو وویل، چې افغانستان کې امنیت، پاکستان او سیمه کې د ټیکاو مانا لري او دوی به افغانستان کې د جګړې ختمولو کې همکاري وکړي.غونډې ته ځینو نورو ویناوالو، افغانستان کې اوسنۍ جګړه ناروا وبلله او ټینګار یې وکړ، چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتلو سره، د جګړې لپاره هېڅ دلیل نه شي پاتې کېدای. سعودي عربستان کې د پاکستان سفیر ویلي، د افغانستان کړکېچ نظامي حل لار نه لري او جګړه باید په خبرو ختمه کړای شي.
































