یوه وسله وال کس د کابل ښار اتمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې ۱۱ کسان په ډزو ویشتلي دي. د سیمې خلک وایي، تېر ماښام ناوخته یوه وسله وال کس د سید نور محمد شاه مېنې په وحدت ښارګوټي کې پر لاره تېرېدونکو کسانو باندې ډزې کړي، چې له امله یې ۵ کسان وژل شوي او۶ نور ټپیان دي. ځايي خلکو د همدې پېښې په غبرګون کې تېره شپه د وژل شویو کسان جسدونه د نورمحمد شاه مینې(حضوري چمن) سره عمومي سړک ته را ایستلي وو. د کابل پولیسو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
































