طالبانو له ترکیې غوښتي چې د دوحې د هوکړې په اساس خپل سرتېري له افغانستان څخه وباسي. د طالبانو د قطر دفتر غړي سهیل شاهین له رویټرز خبري آژانس سره په خبرو کې، له افغانستان څخه د بهرنیو سرتېرو تر بشپړ وتلو وروسته ترکي سرتېرو ته د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر د امنیت سپارلو سره هم مخالفت کړی دی. ورته مهال د دغې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې هیڅ بهرني هېواد ته به اجازه ورنکړي، چې په افغانستان کې پوځیان وساتي. د کابل هوایي ډګر د امنیت په اړه اندېښنې داسې مهال دي، چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ روانه ده او تر دې دمه نږدې پنځوس سلنه بشپړه شوې ده.
































