نړیوال بانک وايي، په اوسنیو سختو شرایطو کې د افغانستان تر څنګ ولاړ دی. دا خبره د یاد بانک د جنوبي اسیا د څانګې مرستیال هارتوېګ شېفر کابل ته د خپل درې ورځني سفر په پای کې کړې ده. نوموړی وايي، نړیوال بانک له افغانستان سره کلک ولاړ دی په داسې وخت کې چې دا هېواد له ننګونو سره مخ دی. شېفر زیاته کړې چې افغان چارواکو ته یې د کرونا وبا پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د مرستو ډاډ ورکړی دی. د نړیوال بانک دغه لوړپوړي چارواکي افغانانو ته د سولې او سوکالۍ هیله کړې.
































