روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا وبا ۱۰۲۴ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي. د یاد وزارت په خبره، په همدې موده کې پر کرونا اخته ۳۷ کسان مړه شوي او ۳۱۶ نور بیا بېرته روغ شوي دي. د روغتیا وزارت د وروستیو معلوماتو له مخې، تر اوسه په هېواد کې پر کرونا د اخته کسانو ټول شمېر ۸۸ زره او ۷۴۰ ته او د مړه شویو هغه بیا ۳۴۴۹ ته لوړ شوی دی. د روغتیا وزارت سرپرست وحید مجروح ویلي چې ښایي په راتلونکو اوونیو کې کرونا وبا لا پراختیا ومومي، نو هېوادوال دې د دغه ویروس د دریېمې او خطرناکې څپې پراختیا مخنیوي لپاره روغتیایي سپارښتنو ته جدي پاملرنه وکړي.
































