طالبانو د ولسوالیو د نیولو او کلابندۍ په دوام د پکتیا ځینو ولسوالیو ته هم تللې لارې تړلې دي. د پکتیا اوسېدونکي او د ولایتي شورا غړي وایي، زرمت ولسوالۍ ته غځېدلې لاره طالبانو تړلې او په دغه لاره د اېښودل شویو ماینونو له امله امنیتي ځواکونه هم نه دي توانېدلي چې یاده لاره خلاصه کړي. د پکتیا د ولایتي شورا غړي او د زرمت ولسوالۍ سیمه ییز اوسېدونکي وایي، که امنیتي ځواکونه د زرمت ولسوالۍ لاره خلاصه نه کړي او یا دغه ولسوالي د طالبانو لاسته ولوېږي نو پر پکتیا سربېره د شاوخوا ولایتونو امنیت به هم له جدي ستونزو سره مخ شي. په ورته مهال د پکتیا امنیتي مسوولین هم د ګردېز – زرمت پر لاره شته ستونزې مني او وایي، طالبانو د زرمت ولسوالۍ لاره تړلې چې له امله یې عام خلک له سختو ستونزو سره مخ شوي دي امنیتي مسوولین وايي، چاڼیز عملیات یې پیل کړي چې ډېر ژر به د زرمت او نورو ولسوالیو لارې د تګ راتګ په مخ خلاصې شي.
































