روغتیا وزارت وايي چې افغانستان د کرونا وبا د درېیمې څپې د اوج خوا ته روان دی او له یوې غیر مساوي جګړې سره مخامخ دی. د عامې روغتیا وزارت نن اعلان وکړ چې سر له سبا به د دوو اونیو لپاره ټول دولتي او خصوصي تحصیلي ادارې، ښوونځي، انسټیټیوټونه، پوهنتونونه، کورسونه، دیني مدرسې او وړکتونونه رخصت وي. وزارت دغه راز ویلي دي چې د ودونو ټول هوټلونه او کنفرانسونه به هم د دوو اونیو لپاره وتړل شي او د دې موضوع په پلي کولو کې، به له ښاروالیو څخه هم مرسته وغواړي. عامې روغتیا وزارت له ټولو هېوادوالو څخه غوښتي چې د کرونا ویروس د دغې وژونکې څپې په مخنیوي کې همکاري وکړي، ځان او نور وژغوري. وزارت د امنیتي ادارو څخه هم غوښتي چې د ټولو هغو غونډو او مجلسونو مخه دې ونیسي چې ګڼه ګوڼه په کې زیاته وي.
































