څلور افغان کډوال په یونان کې د کډوالو یوه کمپ ته د اور ورته کولو په تور محاکمه کېږي. د راپورونو له مخې په ۲۰۲۰ز کال کې په یونان کې د موریا کمپ ته اور ورته کړل شو چې په دې کمپ کې شاوخوا لس زره کډوال اوسېدل. ددې پېښې په تور شپږ افغانان نیول شوي او ځینو کسانو محکمې ته شهادت ورکړی چې دغه کمپ ته یې اور ورته کړی دی. له دې ډلې دوه یې وار له مخه په پنځه پنځه کاله قید محکوم شوي خو د څلورو نورو افغانانو محاکمه روانه ده او که یې جرم ثابت شو نو په شاوخوا پنځلس کاله بند به محکومېږي. یوناني چارواکو ویلي چې دغه کسان د یوې ترهګرې ډلې غړي هم دي.
































