د جي اووه هېوادونو غونډه کې پر عدالت، د اقلیم بدلون او له کرونا وبا سره د مبارزې په اړه خبرې شوې دي. د راپورونو له مخې د نړۍ د اوو ځواکمنو هېوادونو حضوري غونډه د بوریس جانسون په خبرو پيل شوې ده او هغه ټینګار کړی دی چې د کرونا وبا تر ختمېدو وروسته باید په عادلانه توګه د نړۍ په جوړولو کې مرسته وشي. نوموړي همدا راز ویلي چې کرونا وبا په ټوله نړۍ کې ختمولو ته اړتیا لري او د جي اووه هېوادونه باید له بېوزله هېوادونو سره د کرونا واکسین په ورکړه کې هر اړخیزه مرسته وکړي. همدا راز په نړۍ کې د تعلیم د ودې لپاره د مالي مرستو او د اقلیمي بدلون په برخه کې پر فعالیتونو هم په جي اووه غونډه کې خبرې شوې دي. د غونډې پرېکړه لیک تر اوسه نه دی صادر شوی.
































