یوه ډله امریکايي سناتورانو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ته یوه نوې لایحه لېږلي چې له مخې یې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو افغان همکارانو ته باید د وېزې ورکړه اسانه کړل شي. امریکایي سناتورانو په خپلو څرګندونو کې ویلي چې پلمې نه مني او په بېلو نومونو دې د ځانګړو وېزو د ورکړې په بهیر کې خنډونه نه جوړېږي. دغه ډله سناتوران چې د دواړو ګوندونو استازي پکې شامل دي وایي هغه افغانان باید خوندي کړل شي چې په تېر شل کلن ماموریت کې یې له امریکایي ځواکونو سره مرسته کړې ده. تر دې وړاندې هم د امریکا سنا ویلي وو چې بهرنیو چارو وزارت باید د امریکایي خواکونو افغان همکارانو ته وېزې ورکړه چټکه کړي او په دې برخه کې دې پوره اسانتیا راولي.
































