کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې د جګړې له شدت سره هم مهاله د هدفي وژنو او غلاوو ګراف لوړ شوی دی. هغه کسان چې په کابل ښار کې کاروبار لري وايي، د اندېښنو له امله ډېری خلک له رواني ستونزو سره مخ شوي. وړمه شپه د کابل ښار په اتمه حوزه کې یوه وسله وال کس ۵ کسان په ډزو ویشتلي، چې ۲ تنه وژل شوي او ۳ نور ټپيان دي. همدارنګه ناپېژنده وسله والو تېره شپه ناوخته، د کابل په پغمان ولسوالۍ کې، پنځه کسان په ډزو وژلي دي. د پوځي چارو یو شمېرر شنوونکي په دې باور دي، چې د امنیتي سکتورونو مدیریتي برخه کمزورې ده او د غیر مسووله وسله والو په نیولو کې جدي اقدامات نه دي شوي نو همدا لامل دی، چې د جنايي جرمونو پېښې ډېرېږي.
































