کورنیو چارو وزارت په کابل کې د نن ورځې په دوو چاودنو کې د پنځه کسانو د وژل کېدو پخلی کړی دی. د یاد وزارت په خبره، دا چاودنې چې یوه یې په ۱۳مه او بله هغه یې د شپږمې حوزې په اړوند کې پر ټونس ډوله موټرونو باندې شوې دي په پایله کې یې پنځه کسان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي. د دغه وزارت مرستیال ویاند احمد ضیا زیاته کړې چې ښایي د مرګ ژوبلې شمېره لوړه شي. تر اوسه د شویو دواړو چاودنو پړه هیڅ کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.
































