پاکستاني او برېتانوي چارواکو پر افغان سوله خبرې کړې دي. د راپورونو له مخې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د برېتانیا له لومړي وزیر بوریس جانسون سره تلیفوني اړیکه لرلې ده او دواړو لورو پر افغان سوله او اړوندو مسایلو خبرې کړې دي. د پاکستان لومړي وزیر ویلي چې دوی د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې د خبرو ملاتړي دي او په دې برخه کې خپلو همکاریو ته ادامه ورکوي. جانسون هم ویلي چې په سیمه کې د سولې تامین د ټولو ګډ مسوولیت دی او پاکستان ته په کار ده چې په دې برخه کې همکاري ډېره کړي. جانسون دغه راز ویلي چې له افغانستان د بهرنیو ځواکونو د وتلو بهیر روان دی نو ددې جدي اړتیا ده چې تاوتریخوالی کم شي او د سولې خبرې یوې پایلې ته ورسول شي.
































