د بهرنیو رسنیو د راپورونو له مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي په هغه صورت کې چې د کابل د هوایي ډګر امنیت تامین نه شي نو هېوادونه اړ دي چې خپل سفارتونه په کابل کې وتړي. سرچینې ویلي بهرني سفارتونه په کابل کې د امنیت تامین غواړي او د کابل هوایي ډګر امنیت د ديپلوماتانو د تګ راتګ لپاره خورا مهم دی. تر دې وړاندې ناټو ویلي وو چې د کابل هوایي ډګر د امنیت لپاره به لاس په کار کېږي چې په همدې لړ کې ترکیې ددغه کار لپاره تیاری وښود. خو وسله والو طالبانو په تازه څرګندونو کې ویلي چې د ترکیې په ګډون د هېڅ هېواد نظامي حضور نه مني.
































