د جي اووه هېوادونو مشرانو پرېکړه کړې چې په نړۍ کې د کرونا ویروس د خپرېدو اصلي سرچینه او لامل به روښانه کوي. د نړۍ د اوو صنعتي هېوادونو مشرانو د تېرې ورځې په غونډه کې ویلي چې کرونا وبا ټوله نړۍ سخته زیانمنه کړه له همدې امله ددې جدي اړتیا ده چې د ویروس د خپرېدو اصلي لامل او منبع روښانه شي. بلخوا د روغتیا نړیوال سازمان مشر تدروس ادهانوم هم ویلي چې د جي اووه مشرانو د کرونا د اصلي سرچینې پر پیدا کولو ټینګار کړی دی. دده په خبره دا یوه غوره ګام دی او د کرونا له امله د قرباني شوو وګړو د درناوي لپاره جدي اړتیا ده چې ددغه ویروس د خپرېدو لامل روښانه شي او په راتلونکو کې د ورته وباګانو لپاره احتیاطي تدابیر رامنځ ته کړل شي.
































