چین وایي په لویو پرېکړو کې باید د نړۍ ټول هېوادونه شامل وي نه یوه وړه ډله. په برېتانیا کې د چین سفارت د جي اووه هېوادونو پر وروستیو څرګندونو غبرګون ښودلی او وایي نړیوال باید په ټولو سترو پرېکړو کې شریک وي. د سرچینې په خبره په نړۍ کې ټول شتمن، بېوزله، لوی او واړه هېوادونه په پرېکړو کې سره یو لاس دي او د اوو هېوادونو وړه ډله خپلې پرېکړې پر نورو نه شي تحمیلولی. چین وایي نړیوال د نظر د څرګندولو حق لري او ټوله نړۍ په اصل کې یوه ستره ولسواکي ده چې باید خبرو او نظرونو ته یې درناوی وشي.
































