د دیني چارو د همغږۍ برخه کې د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان ځانګړي استازي مولانا طاهر اشرفي ویلي چې پاکستان د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې خبرو کې مهم رول لوبولی دی. نوموړي زیاته کړې چې پاکستان افغان سوله د ځان او ټولې سیمې په ګټه بولي او هڅه کوي چې دغه هېواد تلپاتې سولې ته ورسېږي. هغه څرګنده کړې، دوی د افغان سولې لپاره د افغان او پاکستاني دیني عالمانو د ګډې اعلامیې هرکلی کوي او تمه لري چې ښکېل اړخونه هر څه ژر جګړه ودروي او په دغه هېواد کې د تلپاتې سولې او ثبات لپاره روانې هڅې لا ګړندۍ کړي.
































