امریکا کې د وسله وال تاوتریخوالي پر دوام د دغه هېواد په دریو ایالتونو کې د ناڅرګندو وسله والو په بریدونو کې لږ تر لږه دوه تنه وژل شوي او ۳۰ نور ټپيان شوي دي. دا پېښې په داسې حال کې رامنځته کېږي چې په دغه هېواد کې د کرونا وبا له امله لګول شوي بندیزونه هم ورو، ورو د نرمېدو په حال کې دي او خلکو ته د سفر، راټولېدنو او تګ راتګ اجازه ورکړل شوې ده. راپورونه وایي چې دا پېښې تېره ورځ په تکزاس، ایلینوې او جورجیا ایالتونو کې رامنځته شوې دي. دا په روان کال کې په امریکا کې پر خلکو ۱۷م برید دی چې ترسره کېږي. تر اوسه پورې د یادو درې واړو پېښو د څرنګوالي او انګېزې په اړه کره جزیات نه دي رسنیز شوي.
































