د امریکا روغتیايي چارواکي وايي چې په افغانستان کې د پولیو واکسینو د وېش په برخه کې خنډونه د اندېښنې وړ دي. د امریکا د روغتیايي چارواکو په خبره ددې جدي اړتیا ده چې په افغانستان کې د پولیو واکسین ووېشل شي ځکه دمګړی یوازې په افغانستان او د پاکستان په ځينو سیمو کې ددغه ویروس نښې نښانې او مثبتې پېښې شته دي، له همدې امله جدي اړتیا ده چې په دې لار کې شته خنډونه له منځه یوړل شي. سرچینه وایي چې د افغانستان په جنوب او ځینو نورو ولایتونو کې شاوخوا ۳ نیم میلیونه ماشومان د پولیو له واکسین محروم دي چې دا د جدي اندېښنې وړ مسئله ده. دغه چارواکو ویلي طالبانو او نورو وسله والو ډلو ته په کار ده چې د بشري مرستو مخه ونه نیسي او ددغه ویروس په ختمولو کې همکاري وکړي.
































