په امریکا کې وسله والو نښتو سږ کال د ۸۷۰۰ کسانو ژوند اخیستی دی. امریکايي چارواکي وايي چې په دغه هېواد کې وسله والې نښتې ډېرې شوې دي او په ۲۰۲۰ز کال کې ددغه نښتو په شمېر کې ۶۰۰ پېښې زیاتوالی راغلی دی. یوازې روان کال تر دې دمه ۲۶۷ پېښې رامنځ ته شوې دي او په دې کې خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. امریکايي رسنۍ وايي چې په یوه کال کې شاوخوا ۸۷۰۰ کسان په امریکا کې د وسله والو نښتو له امله وژل شوي دي. درې دغه ډول پېښې یوازې په تېرو درېیو ورځو کې رامنځ ته شوې چې ۳۵ کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده. امریکايي رسنۍ وایي چې په دغه هېواد کې د وسلو لرلو حق او د وسلو پلور د یادو پېښو د رامنځ ته کېدو ستر لامل دی.
































