د راپورونو له مخې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي قزاقستان ته سفر کړی او ددغه هېواد له مهمو چارواکو او ديپلوماتانو سره یې پر افغان سوله خبرې کړې دي. خلیلزاد ددغه هېواد په پلازمینه نور سلطان کې خبریالانو ته ویلي چې د افغانستان د سولې په مسئله کې د ټولې سیمې د هېوادونو رول مهم دی. دده په وینا د امریکا ستره موخه دا ده چې په دې تړاو سیمه ییزه اجماع رامنځ ته کړي له همدې امله وخت ناوخت سیمې ته سفرونه کوي. خلیلزاد زیاته کړې، قزاقستان یې هڅولی چې له افغان سولې سره خپله همکاري ډېره کړي ځکه ددغه هېواد سوله او ثبات د ټولې سیمې په ګټه دي. قزاقستان یو ځل بیا په دې برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
































