په اسراییلو کې تر ۱۲ کاله وروسته د بنیامین نتنیاهو واکمني پای ته ورسېده. د اسراییلو د رژیم پارلمان د رایو په نسبي اکثریت په دغه هېواد کې نوی لومړی وزیر ټاکلی دی او هغه ته یې د کابینې د جوړولو سپارښتنه کړې ده. په دې توګه د بنیامین نتنیاهو دوولس کلنه واکمني پای ته رسېږي او نفتالي بنت به خپلې چارې پيلوي. نفتالي د نتنیاهو د واکمنۍ پر مهال پر مهمو پوستونو دنده ترسره کړې ده خو نتنیاهو سر له اوسه مخالفت ورسره پيل کړی دی. دده په خبره د اسراییلو نوی حکومت شیطاني دی او دی به ډېر ژر را وګرځي. ده همدا راز ایران ته ګوتڅنډنه کړې چې د بریا جشنونه دې نمانځي دی بېرته راګرځېدونکی دی. بایډن هم د اسراییلو نوي لومړي وزیر ته مبارکي ورکړې ده.
































