د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني نن ددغه جرګې په عموي غونډه کې د خبرو پر مهال وویل چې په هېواد کې روان امنیتي وضعیت د جدي اندېښنې وړ دی او امنیتي ادارو ته په کار ده چې پر خپلو اوږدمهاله او لنډمهاله ستراتيژیو او تګلارو بیا کتنه وکړي. هغه زیاته کړې چې په تګلارو کې دې عامو وګړو ته له امنیتي برخو سره د همکارۍ لا ډېر فرصتونه برابر شي او خلک به له امنیتي ځواکونو سره په ګډه له جمهوریت او د نظام له ارزښتونو دفاع کوي. له دې سره جوخت د ولسي جرګې ګڼو غړو په هېواد کې روانې جګړې او تاوتریخوالی د جدي اندېښنې وړ بلل دی او امنیتي ادارې باید په دې اړه ژر تر ژره د استازو پوښتنو او اندېښنو ته ځواب ووايي.
































