په کابل کې د امریکا د سفارت شارژدافیر راس ویلسن په تازه مرکه کې ویلي دوی د افغان حکومت تر څنګ ولاړ دي او په ځلونو یې طالبانو ته دا واضح کړې چې واک ته د رسېدو او جګړو د ختمولو یوازینۍ لار د سولې خبرې یوې پایلې ته رسول دي. دده په خبره که طالبان هڅه کوي چې د جګړو له لارې واک ته ورسېږي نو ښایي جګړه دوام وکړي او افغان ځواکونه به له خپل حکومت دفاع کوي. هغه ټینګار کړی چې طالبان باید پر ژمنو عمل وکړي، جګړې ودروي او تاوتریخوالی کم کړي. ویلسن همدا راز ویلي چې امریکا د راتلونکي کال په دفاعي بودیجه کې افغان حکومت ته هم مرستې ځانګړې کړې دي او خپلو همکاریو ته به ادامه ورکوي.
































