امریکايي نظامي چارواکي وایي چې د سرتېرو تر وتلو وروسته له افغان ځواکونو سره هوایي مرستې نه کېږي. د امریکایي پوځ د مرکزي قومندانۍ قومندان جنرال مک کینزي په تازه څرګندونو کې ویلي چې دوی د افغان ځواکونو ملاتړ ته ادامه ورکوي، د دوی نظامي تجهیزات ترمیموي، خو په هوایي برخه کې یې ملاتړ نه کوي. نوموړي همدا راز ویلي چې په افغانستان کې به د ترهګرۍ ضد عملیات هم محدودېږي او یوازې هغه وخت به بریدونه کېږي چې امریکا او د امریکا پر متحدینو په افغانستان کې برید وشي او یا دوی ته ګواښ متوجه وي. دغه امریکايي چارواکي ویلي نور د افغان ځواکونو مسوولیت دی چې د خپلې خاورې ساتنه وکړي او شته خطرونه له منځه یوسي.
































