نشنل انټرسټ خپرونې په کابل کې د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر د امنیت ساتلو په اړه د ترکي چارواکو څرګندونو ته په اشارې ویلي چې افغان حکومت او طالبان دواړه د ترکي پوځیانو حضور نه غواړي. د خپرونې په خبره، ترکیه او امریکا ګډې ګټې لري او ترکیه لومړنی اسلامي هېواد و چې د سپټمبر تر ۱۱مې وروسته یې د امریکا ملاتړ ته را ودانګل. خپرونه کاږي، که څه هم د کابل پخوانی والي ذبیح الله مجددي وایي چې افغانان ترکي پوځیانو ته د بهرنیانو نه بلکې د خپلو خلکو په سترګه ګوري خو افغان حکومت د کابل د امنیت ساتلو په اړه د ترکیې د دفاع وزیر حلوسي اکار تر څرګندونو وروسته وویل چې افغان ځواکونه د هوایي ډګر په ګډون د ټولو ډیپلوماټیکو ادارو د خوندیتوب وړتیا لري. د خپرونې په وینا، طالبانو هم غبرګون ښودلی، د هر بهرني هېواد پوځیان یې اشغالګر بللي او پر وړاندې یې د درېدو خبره کړې ده.
































