د پاکستان پوځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې تېره ورځ ناوخته په کوټه کې یوې چاودنې د پوځ څلور عسکر وژلي دي. د خبرپاڼې له مخې، دا چاودنه د دغه ښار په مارګټ سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه چې د پوځ موټر په ګزمه له سیمې څخه د تېرېدو په حال کې و. پوځ ویلي چې تر پېښې وروسته یې په سیمه کې پراخ عملیات پیل کړي دي خو په وینا یې تر اوسه یې د پېښې په تړاو څوک نیولي نه دي. د چاودنې پړه چا پر غاړه نه ده اخیستې خو وړاندې تر دې د ورته پېښو مسوولیت بلوڅ بیلتونپالو منلی دی.
































