د ملي مصالحې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله وایي چې په پرلپسې ډول د طالبانو له لوري د ولسوالیو نیول کېدو خلک اندېښمن کړي او په وینا یې؛ دا د یو منظم پلان برخه نه ده او هغه څرګندونې سمې نه دي، چې ګویا ځینې سیمې د یو پلان له مخې طالبانو ته پرېښودل کېږي. نوموړي نن له یو شمېر ځوانانو سره په لیدنه کې زیاته کړې، ګڼ عوامل د دې باعث کېږي، چې افغان امنیتي ځواکونه ځينې ولسوالۍ او سیمې پرېږدي. عبدالله ویلي چې دې او ځینې نورو مسائلو خلک پر حکومت بې باوره کړي او په خبره یې؛ د خلکو د نارضایتۍ ختمولو لپاره د حکومتولۍ په برخه کې اصلاحاتو او اړینو اقداماتو ته اړتیا ده. نوموړی دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې په دې وروستیو کې طالبانو د ګڼو ولسوالیو د نیولو ادعا کړې ده خو د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح بیا ویلي چې طالبان دې دغه شاتګ ته د سقوط نوم نه ورکوي ځکه پرېښودل شوې سیمې به د دغې ډلې په ګورستان بدلې شي.
































