د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي چې د سولې کیلي په اسلام اباد نه، بلکې په کابل کې ده. کابلوف له دویچه ویله سره په تازه مرکه کې زیاته کړې، په هغه صورت کې د افغان سولې کیلي په کابل ده چې افغان دولت له طالبانو سره اساسي مذاکرات پیل کړي. هغه دغه راز له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته وضعیت له ۹۰مې لسیزې سره پرتله کړی دی او زیاته کړې یې ده چې د بهرنیو عسکرو تر وتلو وروسته به افغان حکومت په هغه اندازه پیاوړی وي لکه له دغه هېواد څخه د شوروي ځواکونو تر وتلو وروسته حکومت. کابلوف دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې ډېری افغان او بهرنیو چارواکو او کارپوهانو په وار وار ویلي چې د افغان سولې کیلي په اسلام اباد کې ده او که چېرته پاکستان وغواړي په افغانستان کې سوله راتلی شي.
































