د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې استازی توماس نیکولسن چې پر افغان سوله له پاکستاني چارواکو سره د خبرو لپاره اسلام اباد ته تللی دی وایي، په دوحه کې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ په ټپه ولاړې خبرې باید د دواړو لوریو د اساسي وړاندیزونو په منلو سره بېرته پیل او پر مخ لاړې شي. هغه دغه راز د خبرو له لارې د افغان کشالې پر پای ته رسېدو او د تلپاتې اوربند پر رامنځته کېدو ټینګار کړی دی. د ویلو ده چې څو ورځې وړاندې په دوحه کې د بین الافغاني مذاکراتو دواړو لوریو د یوې ناستې په ترڅ کې د مذاکراتو پر چټکتیا هوکړه کړې وه خو شاوخوا د یوې اوونۍ په تېرېدو یې هیڅ کومه بله ناسته نه ده کړې.
































