ملګرو ملتونو په افغانستان کې روان وضعیت د جدي اندېښنې وړ بللی دی. د ملګرو ملتونو لوړ پوړو چارواکو په هېواد کې روان تاوتریخوالی د جدي اندېښنې وړ بللی دی او خبرداری یې ورکړی چې که د سولې خبرې یوې پایلې ته و نه رسول شي نو ددې احتمال شته چې په دغه هېواد کې بشري ناورین رامنځ ته شي. ملګرو ملتونو پر نړیواله ټولنه او د افغانستان پر ګاونډیو هېوادونو غږ کړی دی چې ژر تر ژره دې مذاکرات چټک کړي او د تاوتریخوالي د کمولو لپاره دې هلې ځلې ډېرې کړي. ملګري ملتونه وایي چې همدا اوس شاوخوا ۲،۵ میلیونه افغانان په نورو هېوادونو کې کډوال دي او تر څنګ یې شاوخوا ۴،۵ میلیونه افغانان په کور د ننه کډوال شوي دي. سرچینه وایي که وضعیت همداسې دوام کوي نو ډېر احتمال شته چې بشري ناورین رامنځ ته شي او لا ډېر خلک د خپلو کورونو او هېواد پرېښودو ته اړ شي.
































