د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ د برخې مشر په تازه څرګندونو کې ویلي چې په ننګرهار کې په وروستیو کې پر واکسیناتورانو څو پرله پسې بریدونه شوي دي او دوی ته مرګ ژوبله اوښتې ده. سرچینه وایي چې په بغلان کې هم پر ماین پاکوونکو بریدونه وشول چې دا بشر ضد جنایت دی او باید پر وړاندې یې اقدام وشي. ملګرو ملتونو د بشري مرستو پر رسوونکو بریدونه په کلکو ټکو غندلي او په خبره یې د جګړې ښکېلو لورو ته په کار ده چې له ورته بشر ضد او انسان ضد کړنو لاس په سر شي او افغان حکومت دې هم د ورته پېښو عاملین د قانون منګولو ته وسپاري.
































