په دوحه کې د حکومت او طالبانو د مذاکراتي پلاوو د تماس ګروپونو سره لیدلي دي. د طالبانو د قطر دفتر ویاند ډاکټر نعیم ویلي چې د تماس ګروپونو د راتلونکو غونډو پر ترتیب او څرنګوالي خبرې کړې دي. نوموړي په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي خو وایي چې د دواړو لورو ترمنځ اوږدې خبرې شوې دي. د تماس ګروپونه داسې مهال سره ویني چې په کور د نننه جګړه شدیده شوې ده خو مذاکرات په ټپه ولاړ دي. افغان حکومت او طالبان هره ورځ د بېلو ولایتونو په ولسوالیو کې له یو بل سره په جګړه بوخت دي او یو بل ته د درنې مرګ ژوبلې ادعاوې کوي. بلخوا عام ولس بیا د جګړو د درېدو غوښتونکی دی او د ټولنیزو رسنیو کاروونکو هم د جګړه بس ده تر عنوان لاندې مبارزه پيل کړې او له ټولو لورو غواړي چې نورې جګړې بس کړي او د سولې لپاره هڅه وکړي.
































