د راپورونو له مخې د هند د بهرنیو چارو وزیر جي شنکر دوحې ته تللی دی او په دغه هېواد کې یې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره کتلي دي. دواړو لورو په دې لیدنه کې پر افغان سوله او په دې برخه کې پر وروستیو پرمختګونو خبرې کړې دي. د هند د بهرنیو چارو وزیر وایي چې په سیمه کې یې د روان وضعیت په اړه هم له خلیلزاد سره خبرې کړې دي. امریکا هند ته په افغان سوله کې د اغېزناک هېواد په سترګه ګوري، خو هند بیا د طالبانو له راتګ وېره لري او په دې باور دی چې دغه ډله د پاکستان ملاتړ له ځان سره لري نو ځکه ښایي د هند ګټو او امنیت ته خطرونه جوړ کړي.
































