وروسته تر هغه چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د امریکا د نظامي او لوجیستیکي ملاتړ په صورت کې په کابل کې د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر د امنیت ساتلو لپاره د خپلو پوځیانو د پرښودو خبره وکړه، ټاس خبري اژانس د واشنګټن پوسټ په حواله ویلي چې ښایي واشنګټن د ترکیې په دې کار خوښ شي خو په غیر شعوري توګه به دغه هېواد ته د دې اجازه ورکړي چې د نړۍ په یوه بله څنډه کې هم ځان ته د پښې ځای پیدا کړي. د سرچینې په خبره، احتمالاً دغه چاره د روسیې لپاره هم مناسبه وي، ځکه دغه هېواد له روسیې سره د نظامي او ډیپلوماټیک تعامل اوږده تجربه لري. ټاس اژانس وړاندې لیکي، امریکا او روسیه دواړه تر اوسه له ترکیې سره له شوي شراکته پښېمانه نه دي نو ښایي افغانستان کې د دغه هېواد له نظامي حضور سره هم ستونزه ونه لري.
































