د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپلو څرګندونو کې ویلي، په وروستیو کې مې د شمالي کوریا له مشر کیم جونګ اون څخه یو ښه لیک تر لاسه کړی دی. ټرمپ ویلي «ډېر ښه لیک و، ښه پیغام یې درلود او زه فکر کوم کار مو ښه روان دی.» په تېره مارچ میاشت ډونالډ ټرمپ د شمالي کوریا مشر ته یو لیک استولی و او له پیونګ یانګ سره یې د کرونا ویروس د مخنیوي په برخه کې د نیږدې همکارۍ تمایل ښودلی و. ټرمپ خبریالانو ته ویلي، که یې ټاکنې نه وای ګټلې امریکا به له شمالي کوریا سره په جګړه کې ښېکله شوې وای. هغه د خپلو خبرو په دوام ویلي، «له شمالي کوریا سره ښه همکاري لرو، زه هم ددې هېواد له مشر سره ښې اړیکې لرم، اوباما له شمالي کوریا سره په دې ډول اړیکو کې ناکام و.»
































