د سرتېرو تر وتلو مخکې باید ډاډ تر لاسه شي چې پاکستان په افغانستان کې لاسوهنه او د ترهګرو ډلو ملاتړ نه کوي. د امریکا د کانګریس پخواني غړي ډانا روهرا باکر ویلي په افغانستان کې د پاکستان پر شل کلنه جګړه او لاسوهنه سترګې نه شي پټېدلی خو اوس ددې وخت دی څو دغه هېواد د ترهګرو ډلو له ملاتړ را وګرځول شي او دا ډاډ تر لاسه شي چې دوی به په افغانستان کې لاسوهنه نه کوي. نوموړي ویلي د افغانستان ستونزه یوازې طالبان نه دي، بلکې ددغه هېواد جغرافیايي موقعیت، دلته د نړیوالو ګټې او له وسله والو ډلو د بهرنیانو ملاتړ هغه څه دي چې په دې هېواد کې یې سوله سخته او جګړې شدیدې کړې دي. هغه ټینګار کړی چې نړیوال باید په افغانستان کې پر سوله سره سلا شي، د سیمې هېوادونه دې خپلې ګټې د جګړې له لارې نه پالي او افغانان دې په دې پوه شي چې دوی په مهم موقعیت کې پراته دي او باید د نړیوالو د دسیسو ښکار نه شي.
































