دواړو لورو همدا راز په خپله لیدنه کې د وسلو پر کنټرول، بشري حقونو او سفیرانو پر استولو هم توافق کړی دی. بایډن له پوتین سره تر لیدنې وروسته خبریالانو ته ویلي چې دی د روسیې پر ضد نه دی، خو د امریکایانو ګټې پالي. دده په وینا د دواړو لورو ترمنځ خبرې په ښه فضا کې ترسره شوې دي. پوتین هم ویلي چې خبرې رغنده وې او په وینا یې سره له دې چې له امریکا سره د اړیکو جوړول سخت دي، خو هیلې شته. پوتین ویلي بایډن تجربه کار، په خبره پوه او پیاوړی شخصیت دی او ددواړو لورو ترمنځ خبرې په ښه فضا کې ترسره شوې دي. دا واک ته د بايډن تر رسېدو وروسته لومړی ځل و چې د دوو سیالو هېوادونو ولسمشران سره ګوري.
































