ښايي طالبان د ارزګان ولایت ونیسي. اي بي سي نیوز استرالیايي رسنۍ په یوه راپور کې ویلي هغه ولایت د سقوط له شدید ګواښ سره مخ دی چې استرالیايي ځواکونو پکې پوره لس کاله ماموریت ترسره کړی و. سرچینه کاږي چې دمګړی د ارزګان له شپږو ولسوالیو پنځه یې له وسله والو طالبانو سره دي او پر مرکز ترینکوټ بیا د دواړو لورو ترمنځ جګړه روانه ده. سرچینه کاږي که له افغان ځواکونو سره د مرکز مرسته و نه شي او پر وخت اقدام ونه شي نو د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته به ارزګان لومړنی ولایت وي چې د طالبانو لاس ته لوېږي. ملي دفاع وزارت بیا دغه ډول راپورونه رد کړي او په وینا یې په وروستیو ورځو کې یې د ارزګان په ګڼو ولسوالیو کې د طالبانو پر ضد عملیات کړي او دوی ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.
































