د افغانستان په چارو کې د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلسن په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، ددې اړتیا ده چې بین الافغاني مذاکرات چټک شي، ځکه په دې برخه کې ډېر ځنډ رامنځ ته شوی او ځانګړی شوی وخت هم مخ په خلاصېدو دی. د نیکولسن په وینا په مذاکراتو کې هېڅ راز پرمختګ نه دی رامنځ ته شوی او طالبانو لا هم خپلې غوښتنې د مذاکراتو مېز ته نه دي راوړې. نوموړی وایي ددې جدي اړتیا ده چې په افغانستان کې روانه جګړه د خبرو له لارې پای ته ورسېږي او نړیوالو ته په کار ده چې د سرتېرو د ایستلو پر مهال پر طالبانو فشارونه هم ډېر کړي. نیکلسن د سولې په برخه کې د پاکستان رول مهم بللی دی او په وینا یې دغه هېواد باید د افغانستان د سولې اهمیت درک کړي او له دې پروسې سره دې رښتینې همکاري وکړي. د اروپايي ټولنې دغه لوړپوړي ديپلومات له پاکستاني چارواکو سره هم پر افغان سوله خبرې کړې دي او وایي چې اوسنی وضعیت بوږنوونکی دی او پرمختګ نه تر سترګو کېږي.
































