د امریکا د کانګریس غړو بایډن ته خبرداری ورکړی چې باید د افغان ژباړنو په وینو خپل لاس سره نه کړي. د امریکا د کانګریس غړي مایکل والټز په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې بایډن دې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ۱۸ زره افغان همکارانو ته د وېزې د ورکړې پروسه چټکه کړي. دده په خبره که بايډن پر وخت دا اقدام ونه کړي نو ددغه کسانو په وینو به یې لاس سره شي او طالبانو به ګواښونه ورته جوړ کړي. مایکل ویلي دمګړی افغان ژباړنو ته د وېزې د ورکړې پروسه خورا ټکنۍ ده نو له همدې امله یې د چټکولو او پراخولو جدي اړتیا لیدل کېږي. د امریکا د کانګریس غړو تر دې وړاندې هم ویلي وو چې د بایډن اداره باید د امریکايي ځواکونو افغان همکارانو ته د وېزې د ورکړې پروسه چټکه کړي.
































