د رویټرز خبري آژانس د خبر له مخې د سعودي عربستان د روغتیا وزارت ویاند محمدالعبدالعالي وایي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په دغه هېواد کې د کرونا یو زرو او ۱۲۳ مثبتې پېښې ثبت شوې دي. په همدې موده کې بیا له دې ناروغۍ څخه پنځه تنه مړه شوي هم دي. نوموړي ویلي، کوم کسان چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې مړه شوي، بهرني وګړي هم پکې تر سترګو کېږي. د سعودي د روغتیا وزارت ویاند وایي، تر اوسه پورې په سعودي کې د کرونا ویروس له کبله ټول ۹۲ کسان مړه شوي او ۳۲۹ نور بېرته له دې ناروغۍ څخه روغ شوي دي. دغه راز په قطر کې چې د سعودي په ګاونډ کې پروت هېواد دی، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۳۴۵ مثبتې پېښې ثبت شوې دي او یو کس مړ شوی دی. په قطر کې تر پنځه زره ډېر کسان پر کرونا ویروس اخته دي چې اته تنه یې مړه کړي دي.
































