روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا وبا دوه زره او ۳۱۳ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي. د یاد وزارت په خبره، په همدې موده کې په لومړي ځل له دغې وبا ۱۰۱ کسان مړه شوي او ۳۰۱ نور بیا بېرته روغ شوي دي. د روغتیا وزارت د وروستیو معلوماتو له مخې، تر اوسه په هېواد کې پر کرونا د اخته کسانو ټول شمېر ۹۸ زره او ۸۴۴ ته او د مړه شویو هغه بیا ۳ زره او ۹۴۳ ته لوړ شوی دی. د ویلو ده چې روغتیا پالان د کرونا وبا د مخنیوي یوازینۍ لار د روغتیایي سپارښتنو عملي کول بولي او ټینګار کوي چې روغتیایي سپارښتنو ته باید جدي پاملرنه وشي.
































