په هېواد کې د جګړو پر دوام د هرات په اوبې ولسوالۍ کې له تېرو څو ورځو راهیسي یو شمېر امنیتي سرتېري د طالبانو په کلابندۍ کې دي. د کلابندو سرتېرو د کورنیو غړو نن په دغه ولایت کې د ولایت مقام مخې ته اعتراض کړی دی او د لارو د بندولو تر څنګ یې ټایرونو ته اور ورته کړی دی. دوی له حکومت څخه د خپلو کورنیو غړو ته چې د طالبانو په محاصره کې دي د بېړنۍ مرستې غوښتنه کوي. اعتراض کوونکي وایي، کلابند سرتېري په ډېر بد وضعیت کې قرار لري، نور تجهیزات څه چې ان ډوډۍ لا نه لري او هغوی د ډوډۍ پر ځای د ونو پاڼې خوري. معترضین د کلابندو سرتېرو شمېر ۴۰ تنه یادوي او ادعا کوي چې حکومت یادو سرتېرو ته هیڅ توجه نه لري. د هرات سیمه ییزو چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
































