د زابل د ولایتي شورا رییس عطا جان حق بیان وایي چې د دغه ولایت شینکۍ ولسوالي د ولایتي چارواکو په منځګړیتوب طالبانو ته پرېښودل شوې او سقوط یې کړی دی. نوموړي زیاته کړې چې یاده ولسوالي له جګړې پرته له ګڼ شمېر وسلو او د ملي اردو له مهماتو سره طالبانو ته پرېښول شوې ده. بلخوا د طالبانو ویاند بیا ویلي شینکۍ ولسوالۍ یې د کمپاین په نامه د یوې قرارګاه تر تصفیه کولو وروسته نیولې ده. نوموړي ویلي چې شنیکۍ ولسوالي اوس په بشپړه توګه د دوی په لاس کې ده او له یادې ولسوالۍ څخه یې سلګونه میله سپکه او درنه وسله او خورا ډیر مهمات هم لاس ته ورغلي دي. د زابل سیمه ییزو امنیتي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
































