د ملي امنیت شورا دفتر وایي، چې د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب قزاقستان ته د خپل سفر په لړ کې، د دغه هېواد له دفاع وزیر نورلان یرمک بایوف سره د نظامي همکاريو هوکړه لیک لاسلیک کړ. د امنیت شورا د معلوماتو پراساس، په دې هوکړه لیک کې د دواړو هېوادونو تر منځ په نظامي برخه کې ګډ تمرینونه، طبي همکارۍ، د تجهیزاتو نوي کېدل، تخنیکي او لوجسټیکي ملاتړ، جنګي روزنه او نظامي اطلاعاتي همکاري شامل دي.
































